DiplomacyKabulافغانستاندری

د الجزایر په یوه روزنتون کې اورلګېدنه؛ ۱۱ کسان مړه او ۱۹ نور… — Pajhwok

در حال تکمیلDiplomacyKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-16 11:12:32🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، نن سهار د الجزایر پلازمېنې الجزیرې ته نږدې په یوه روزنتون کې د اورلګېدنې له امله د ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي. د رویټرز په راپور کې د دغو څرګندونو تر څنګ راغلي چې دغه پېښه د الجزیرې په محمدیه سیمه کې رامنځته شوې ده. د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ژغورنې ډلو پنځه معلول کسان له روزنتون څخه روغ رمټ ایستلي دي. د محمدیه سیمې ۵۸ کلن اوسېدونکي الیاس ګبریني، چې د اورلګېدنې شاهد و، ویلي چې د سیمې اوسېدونکي د اورلګېدنې له خبرېدو وروسته له خپلو کورونو راووتل او د پېښې ځای ته ورغلل. هغه ویلي: «دا رښتیا هم ډېره دردوونکې پېښه ده؛ په خپلو سترګو د داسې حالت لیدل اسانه نه دي.» الجزایر په وروستیو ورځو کې د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ دی. د الجزایر دولتي خبري اژانس«APS» د ملکي خوندیتوب د عمومي ریاست په حواله راپور ورکړی چې د جولای له اتمې راهیسې، د ملکي خوندیتوب ځواکونو په ټول هېواد کې ۹۱۳ اورلګېدنې مهار کړې دي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعDiplomacy
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-16 11:12:32

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د الجزایر په یوه روزنتون کې اورلګېدنه؛ ۱۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان دي

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-16 15:41:41

د الجزایر په یوه روزنتون کې اورلګېدنه؛ ۱۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان دي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button