Healthافغانستانپښتو

د الشفاء روغتون د بیارغونې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي — Bakhtar

روان خبرHealth1 سرچینېتازه شوی: 2026-07-20 20:02:18🎙 راډیو واورئ

Summary: د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي چې اوسمهال د الشفاء روغتون د نویو برخو جوړولو او ځینو برخو د بیارغونې چارې د ټولو ودانیزو او طبي معیارونو په پام کې نیولو سره؛ د ملي پراختیا شرکت له لوري ۶۰ سلنه بشپړې شوې او پاتې چارې به یې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال تر پای پورې بشپړې شي. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې؛ په یادو چارو کې د پخوانیو ساختمانونو اساسي بیارغونه او معیارونو ته برابرول، د سراپا شپږ پوړیزې ودانۍ جوړول، د اکسیجن دوه پوړیزې نوې ودانۍ رغول، د طبي هوا او واکیو بشپړ سیسټم نصب، د نویو روغتیايي معیارونو مطابق د تهویې سیسټم نصب، طبي اکسیجن، د موټرو لپاره د نوي پارکینګ جوړول، مسجد، سړکونه، شنه ساحه او ځینې نورې وړې پروژې شاملې دي.د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ، د الشفاء روغتون د نویو برخو پر جوړولو او د پخوانیو ودانیو پر اساسي بیارغونې باندې، ۱.۴ میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه ورکول کېږي.ویل شوي چې د یاد روغتون چارو تر بشپړېدو وروسته به، په ورځني ډول سلګونه هېوادوالو ته د زړه جراحۍ، د پوښتورګو تبدیلۍ، هیموډیالیز، د سرطاني ناروغیو درملنې عمومي جراحۍ، داخلې او صدري څانګو، د جدي څارنې برخو، بېړنۍ څانګې، لابراتوار، کلینیک او ځینو نورو برخو کې معیاري خدمتونه وړاندې شي.دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان اسلامي امارت، هېوادوالو ته د ژوند په نورو برخو کې د اسانتیاوو برابرولو سربېره؛ د روغتیا په برخه کې هم د معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی او په همدې موخه یې د هېواد په څه باندې ۳۰۰ ولسوالیو کې د نویو عمومي روغتونونو جوړولو ترڅنګ یې د لویو روغتونونو بیارغونې او معیار ته د برابرېدو هڅې پیل کړې دي.

لنډ معلومات

موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-07-20 20:02:18

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د الشفاء روغتون د بیارغونې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-07-20 10:38:10

د الشفاء روغتون د بیارغونې چارې ۶۰ سلنه بشپړې شوې دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button