DevelopmentKabulافغانستانپښتو

د امارتي شرکتونو عمومي رياست: افغان ملي ماڼۍ به په نږدې راتلونکي کې… — Bakhtar

روان خبرDevelopmentKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-27 14:12:13🎙 راډیو واورئ

Summary: د امارتي شرکتونو عمومي رياست خبر ورکړی، چې په پلازمېنه کابل ښار کې به افغان ملي ماڼۍ په نږدې راتلونکي کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. د ياد رياست وياند محمد نبي بهار رسنيو ته په استول شوي پيغام کې ويلي چې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د دې هسکې ودانۍ چارې کلونه وړاندې پیل شوې وې، چې د بېلا بېلو خنډونو له امله به یې کارونه وخت نا وخت ځنډېدل. د نوموړي په خبره له هغه وروسته، چې د دې ودانۍ د جوړولو چارې د امارتي شرکتونو عمومي ریاست اړوند د ملي پراختیا امارتي شرکت ته وسپارل شوې، یاد شرکت د خپل غوره مدیریت او متعهد ټیم په هڅو وتوانېد، چې د جوړولو چارې یې وروستي پړاوونو ته ورسوي. نوموړي ډاډ ورکړی، چې دغه ماڼۍ په نږدې راتلونکي کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعDevelopment
سرچینې1
تازه شوی2026-11-27 14:12:13

مهالوېش

  1. Bakhtar

    د امارتي شرکتونو عمومي رياست: افغان ملي ماڼۍ به په نږدې راتلونکي کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي

سرچینې

Afghan sources

BakhtarPS
2026-11-27 11:22:19

د امارتي شرکتونو عمومي رياست: افغان ملي ماڼۍ به په نږدې راتلونکي کې ګټې اخيستنې ته وسپارل شي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button