HealthKabulافغانستانپښتو

د امازون ځنګلونو یوې منزوي قبیلې له یوه دولتي ټیم سره په نادره… — Pajhwok

روان خبرHealthKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-18 16:19:23🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د برازیل د امازون په ځنګلونو کې د «آوا» په نوم د بومي منزوي قبیلې یوه شاوخوا ۲۰ کسیزه ډله په نادره توګه له یوه دولتي ټیم سره مخامخ شوې او د خوړو غوښتنه یې ترې کړې ده. د راپور له مخې، دغه لیدنه د برازیل د مارانیایو ایالت په شمال‌ختیځه سیمه کې رامنځته شوې ده. د «سروایول انټرنشنل» په نوم د بومي وګړو د حقونو ملاتړې ادارې د دغې پېښې او لیدنې انځورونه خپاره کړي او دا یې یوه تاریخي لیدنه بللې ده. د برازیل د بومي وګړو د چارو ادارې (فونای) ویلي چې د پېښې اړوند ویډیوګانې او راپورونه ارزوي او د دغې ډلې د روغتیايي خطرونو د کمولو لپاره یې بېړنی پلان فعال کړی دی. دغه اداره وايي، د دولت تګلاره لا هم له دغو خلکو سره د اړیکو نه نیولو پر اصل ولاړه ده. د بومي وګړو د حقونو ملاتړې ادارې ویلي چې د «اوا» بومي ډلې د اوسېدو سیمه په ناقانونه توګه د لرګیو وهونکو، ښکاریانو او مالدارانو له خوا له ګواښ سره مخ ده؛ دغه کسان د دغه بومي ډلې سیمې ته ورننوځي او د ځنګلونو ساحه یې تنګوي. د دغې ادارې همدارنګه زیاته کړې چې د بهرنیانو له خوا د دغې ډلې له غړو سره ناڅاپي اړیکه نیول هم د ناروغیو د لېږد خطر…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعHealth
سرچینې1
تازه شوی2026-11-18 16:19:23

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د امازون ځنګلونو یوې منزوي قبیلې له یوه دولتي ټیم سره په نادره مخامخېدنه کې د خوړو غوښتنه کړې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-18 20:48:39

د امازون ځنګلونو یوې منزوي قبیلې له یوه دولتي ټیم سره په نادره مخامخېدنه کې د خوړو غوښتنه کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button