Summary: د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزیر شیخ محمد خالد الحنفي جنوب ختیځو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې په پکتیا کې د پکتیکا، خوست، لوګر او غزني ولایتونو له دیني عالمانو، قومي مخورو، متنفذینو او مسوولینو سره د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت د شرعي قانون د تطبیق، د معروفاتو اقامې او د منکراتو د مخنیوي په موخه ناسته کړې ده. دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې نوموړي په یاده ناسته کې ویلي:«په افغانستان کې د حاکم اسلامي نظام ساتنه او دفاع تر هر چا وړاندې ستاسې مسوولیت دی، ځکه نظام اسلامي دی شرعي امیر لری او په راس کې یې ټول علماء دي. د اسلامي امت رهبري د علماوو مسوولیت دی، ځکه باید له اسلامي نظام څخه په کلکه دفاع او ساتنه وکړئ.»هغه زیاته کړې:«په تېر شل کلن اشغال کې یرغلګر د فزیکي اشغال تر څنګ فکري اشغال ته ډېر متوجه وو. دوی د افغانانو د بې لارې کولو، پر دین د خلکو بدګمانه کولو او دیني ارزښتونو د بدنامۍ لپاره په بېلابېلو لباسونو کې کار وکړ، چې اوس د دې ټولو بدیو مخه نیول زموږ او ستاسې شرعي مسوولیت دی.»ورته مهال علماء کرامو، متنفذینو او قومي مخورو هم د امربالمعروف نهی عن المنکر د شرعي قانون په تطبیق کښي له محتسبینو سره مرسته او په ټولنه کې د معروفاتو اقامه او د منکراتو مخنیوی خپل شرعي مسوولیت بللی دی.د یادونې وړ ده، چې ښاغلي الحنفي څو ورځې وړاندې شمالي ولایتونو ته د سفر په لړ کې د بدخشان، تخار، بغلان، بلخ، سمنګان، جوزجان، فاریاب، کندز او سرپل ولایتونو له دیني عالمانو، متنفذینو او قومي مخورو سره هم ناستې ترسره کړې وې.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د امربالمعروف وزیر په پکتیا کې د یو شمېر ولایتونو له ديني عالمانو او قومي مشرانو سره کتلي دي
سرچینې
Afghan sources
د امربالمعروف وزیر په پکتیا کې د یو شمېر ولایتونو له ديني عالمانو او قومي مشرانو سره کتلي دي