کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۱۴۰۵): د امریکا استازو جرګې یوه طرحه تصویب کړې چې له مخې یې د دغه هېواد ولسمشر ته واک ورکول کېږي څو د روسیې د انرژۍ پر سترو پېرودونکو تر ۱۰۰ سلنې پورې تعرفه ولګوي او پر مسکو نوي بندیزونه وضع کړي؛ دغه طرحه تر دې مخکې په سنا کې هم تصویب شوې او د یو شمېر قانون جوړوونکو له مخالفت سره مخ شوې ده. ګارډین راپور ورکړی چې د امریکا استازو جرګې دغه طرحه په ۲۶۲ موافقو او ۱۵۹ مخالفو رایو تصویب کړه. دغه طرحه تېره میاشت په سنا کې هم په ۸۶ موافقو او ۱۱ مخالفو رایو تصویب شوې وه او د استازو جرګې له وروستۍ رایې سره په کانګرس کې د هغې د تصویب بهیر بشپړ شو. په راپور کې راغلي، د دې طرحې له مخې به د روسیې پر سیاسي او پوځي چارواکو او هغو بهرنیو شبکو نوي بندیزونه ولګول شي چې د دغه هېواد د جګړې اړتیاوو په پوره کولو او یا د شته بندیزونو په ماتولو کې مرسته کوي. سرچینه لیکي، دغه طرحه د «روسیې د سیوري تېلوړونکو بېړیو شبکه» هم په نښه کوي؛ هغه شبکه چې د یادې رسنۍ په وینا، روسیې د هغې په کارولو سره د بندیزونو له شتون سره سره د خپلو تېلو صادراتو ته دوام ورکړی دی. په راپور کې راغلي، د دې طرحې له…
Quick facts
Timeline
-
Pajhwok
د امریکا استازو جرګې پر روسیې د بندیزونو زیاتولو طرحه تصویب کړه
Sources
Afghan sources
د امریکا استازو جرګې پر روسیې د بندیزونو زیاتولو طرحه تصویب کړه