د امریکا او ایران له لوري د متقابلو بریدونو تر درولو وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د بیا پیل احتمال زیات شوی دی. په همدې حال کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره ډیپلوماټیکې هڅې هم روانې دي. د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند د یکشنبې په شپه (د زمري ۴مه) د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي، چې په را روانې اګست میاشت کې به د ګرانیو، ناامنیو، بې قانونیو او له اساسي قانون څخه د پورته قانون جوړونې پر ضد د راتلونکي عملي پلان په اړه به په ټولو ایالتونو کې د سلا مشورو بهیر پيل کړي. د دغه ګوند ویاند اسلم غوري ویلي، په دغو جوړېدونکو غونډو کې به چې په کوټه، پېښور، سکر او ملتان کې جوړېږي، د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر فضلالرحمان به هم پهکې ګډون او ویناوې وکړي. هغه څرګنده کړې: «د ټاکنو له غلا کوونکو سره به سخته حساب و کتاب او د هغوی تعقیب وکړو». شاوخوا دوه اونۍ مخکې فضلالرحمان يوې غونډې ته په وینا کې پوځ ته په اشارې سره ويلي وو، د پوځ سرتېرو د «شهيدېدلو» لپاره يونيفورم اغوستی، په دې معاش اخلي «په موږ دې د وینې احسان نهکوي موږ ورته په خپله ماليه معاش برابروو». د هغه دغو څرګندونو ته د حکومت لخوا سخت غبرګون ښودل شوی وو او له هغه څخه غوښتنه…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل احتمال زیات شوی
Sources
Afghan sources
د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو د بیا پیل احتمال زیات شوی