کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): د منځني ختیځ په چارو کې د امریکا د ولسمشر استازي په مصر کې د حماس له یو شمېر مشرانو سره کتلي او د غزې لپاره پر وړاندیز شوې طرحې یې خبرې کړې دي؛ هغه طرحه چې اسراییلو نه ده منلې. الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوم او د منځني ختیځ په چارو کې د هغه استازي جرد کوشنر په مصر کې د حماس له مشرانو سره کتلي دي. د راپور له مخې، یوې فلسطینۍ سرچینې الجزیرې ته ویلي چې د حماس مشرانو په دې کتنه کې له کوشنر سره په غزه کې د اسراییلو له خوا د اوربند د سرغړونو موضوع شریکه کړې ده. دغې سرچینې دغه راز ویلي چې کوشنر څرګنده کړې، متحده ایالتونه له هرې هغې طرحې سره مخالفت لري چې له مخې یې د غزې اوسېدونکي بېځایه شي. الجزیرې د موضوع له یوې باخبرې سرچینې څخه په نقل لیکلي چې د بحث شویو اقداماتو له مخې، د غزې د ادارې ټول مسؤولیتونه باید «د غزې د ادارې ملي کمېټې» ته وسپارل شي او حماس باید د غزې په راتلونکې اداره کې ونډه ونه لري. سرچینې زیاته کړې چې د بحث شوې طرحې له مخې، حماس باید د غزې د ادارې واک او خپلې ټولې وسلې او پوځي زېربناوې یادې کمېټې ته وسپاري. د راپور له مخې،…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د امریکا د ولسمشر استازي او د حماس مشرانو په مصر کې د غزې پر طرحې خبرې کړي
سرچینې
Afghan sources
د امریکا د ولسمشر استازي او د حماس مشرانو په مصر کې د غزې پر طرحې خبرې کړي