د امریکا سنا افغان وګړو ته د موقتي خونديتوب د ورکولو لایحه وړاندې کړه
د امریکا په سنا کې د «افغانستان د موقتي خونديتوب حالت» په نوم یوه لایحه وړاندې شوې چې د تصویب په صورت کې به په امریکا کې مېشتو ارزول شویو افغانانو ته د ۲۰۲۹ کال د جولای تر لومړۍ نېټې پورې د موقتي خونديتوب حالت (TPS) ورکړي. د «افغان ایوک» سازمان په وینا، دا لایحه د دواړو دیموکرات او جمهوري غوښتونکو ګوندونو د یو شمېر سناتورانو له خوا وړاندې شوې ده. د لایحې له مخې به په امریکا کې مېشت افغانان له اخراج څخه خوندي او د کار قانوني حق به ولري. د راپورونو له مخې، له ۱۷۵ زرو څخه ډېرو افغانانو په افغانستان کې د امریکا د ماموریت د مشر تایید ترلاسه کړی چې د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) لپاره مهم شرط دی، خو د سفر بندیزونو له امله د دوی د ویزو بهیر له ستونزو سره مخ دی. ویل کېږي، نږدې ۶ زره ځانګړې کډوالۍ ویزې چې کانګرېس مخکې تصویب کړې، لا هم بندې پاتې دي او د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ راهیسې د افغانستان د پاسپورټ لرونکو لپاره هېڅ ویزه نه ده صادره شوې. سربېره پر دې، شاوخوا ۱۳۲ زره نور د SIV غوښتنلیکونه د ماموریت د مشر د تایید په تمه دي، نږدې ۵۹ زره د پناه غوښتنې متقاضیان او له ۹ زرو ډېر د امریکايي وګړو او دایمي اوسېدونکو کورنۍ هم لا په افغانستان کې…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د امریکا سنا افغان وګړو ته د موقتي خونديتوب د ورکولو لایحه وړاندې کړه
Sources
External sources
د امریکا سنا افغان وګړو ته د موقتي خونديتوب د ورکولو لایحه وړاندې کړه