کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): د امریکا سنا هغه پرېکړهلیک رد کړ چې له مخې یې باید د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د فلسطین په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د نهو امریکایانو د وژل کېدو او په اسراییلي پوځي توقیف کې له فلسطیني ماشومانو سره د چلند په اړه کانګرس ته راپور ورکړی وای. الجزیرې راپور ورکړی چې دغه پرېکړهلیک د دیموکرات سناتور کریس وان هولن له خوا وړاندې شوی و؛ د امریکا د سنا د رسمي ثبت له مخې، د هغه د مخته وړلو غوښتنه په ۴۷ موافقو او ۵۱ مخالفو رایو رد شوه. سرچینه لیکي چې د پرېکړهلیک په متن کې د اسراییلو د حکومت له لوري د حسابورکونې د نشتوالي او د وژل شویو امریکایانو لپاره د عدالت د تامین په برخه کې د امریکا د هڅو د ناکامۍ یادونه شوې وه. د راپور له مخې، که دغه پرېکړهلیک تصویب شوی وای، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت به مکلف و چې په ۳۰ ورځو کې یو غیرمحرم راپور کانګرس ته وړاندې کړي. په دغه راپور کې به د نهو امریکايي اتباعو د وژل کېدو د قضیو د څېړنو ترڅنګ، په اسراییلي زندانونو کې د امریکايي اتباعو او په پوځي توقیف کې د فلسطیني ماشومانو د وضعیت په اړه معلومات شامل وو. په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ راهیسې په اشغال شوې…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د امریکا سنا د فلسطین د لوېدیځې غاړې په اړه د راپور غوښتنې پرېکړهلیک رد کړ
منابع
Afghan sources
د امریکا سنا د فلسطین د لوېدیځې غاړې په اړه د راپور غوښتنې پرېکړهلیک رد کړ