Kabulافغانستانامنیتدری

د امریکا په ایلینوی ایالت کې د بم موندل کېدو له امله د… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-11-14 10:57:50🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک)- د امریکا د ایلینوی ایالت په یوه فابریکه کې د بم له موندل کېدو وروسته، پولیسو د فابریکې شاوخوا د ۱٫۶ کیلومتره ساحې اوسېدونکو ته د تخلیې امر کړی او د سیمې یو شمېر سړکونه یې تړلي دي. د امریکا د «ډبلیو اېم بي ډي» راډیو د راپور له مخې، دغه بم د ایلینوی ایالت د پیوریا ښار د «بایو ارجا رینیوایبلز» په نوم د ایتانول تولید په فابریکه کې موندل شوی دی. د پیوریا ښار د پولیسو مشر براډ ډیکسن نن یوې خبري غونډې ته ویلي چې د یادې فابریکې مسوولینو پولیسو ته د بم د ګواښ خبر ورکړی و او پولیسو د افغانستان په وخت تیره شپه شاوخوا ۱۲:۳۰ بجې په فابریکه کې یوه شکمنه بسته وموندله چې وروسته امنیتي ځواکونو تایید کړه چې په هغې کې رښتینی چاودېدونکی توکی موجود و. هغه زیاته کړې چې د بم د احتمالي چاودنې د خطر له امله، د فابریکې شاوخوا په ټولو لورو کې تر ۱٫۶ کیلومتره واټن پورې اوسېدونکو او کارکوونکو ته د سیمې د پرېښودو امر شوی دی. ډیکسن ویلي چې امنیتي ځواکونو دغه بم د افغانستان په وخت د شنبې سهار شاوخوا ۷:۴۵ بجې شنډ کړی دی. د راپور له مخې، د شنبې ورځې تر لومړیو ساعتونو پورې شاوخوا ۷۵ کسانو په یوه بېړنۍ سرپناه کې پناه اخیستې وه او د فابریکې شاوخوا د تخلیې…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-11-14 10:57:50

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د امریکا په ایلینوی ایالت کې د بم موندل کېدو له امله د شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د تخلیې امر شوی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-14 15:27:37

د امریکا په ایلینوی ایالت کې د بم موندل کېدو له امله د شاوخوا سیمو اوسېدونکو ته د تخلیې امر شوی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button