کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۵): امریکايي ځايي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د سیاتل ښار په مرکزي برخه کې د «بایټ اف سیاټل» په نوم د خوړو یوه جشنواره کې د ډزو له امله لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي او د دوو ماشومانو په ګډون پنځه نور ټپیان شوي دي. رویټرز د سیاټل ښار د پولیسو په حواله راپور ورکړی چې دغه ډزې د یکشنبې په ماښام د «سیاټل سنټر» سیمه کې شوې او څو کسان په ډزو ویشتل شوي دي. سرچینې لیکلي چې پولیسو پر اېکسپاڼه یوه پیغام کې له خلکو غوښتي چې د پېښې ځای ته له ورتلو ډډه وکړي او ویلي یې دي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي. په راپور کې راغلي چې په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.
اطلاعات کوتاه
مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
بهروزرسانی2026-07-27 04:32:01
خط زمانی
-
Pajhwok
د امریکا په سیاټل ښار کې د ډزو پېښه؛ اوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده
منابع
Afghan sources
PajhwokPS
2026-07-27 09:00:19
د امریکا په سیاټل ښار کې د ډزو پېښه؛ اوو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده