EnglishHealthKabulافغانستان

د امریکا په میشیګان ایالت کې د ډزو پېښه؛ پنځه کسان وژل شوي… — Pajhwok

DevelopingHealthKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-15 05:23:05🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۴ زمری ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، د امریکا د میشیګان ایالت په شمال کې د ډزو یوه پېښه کې پنځه کسان وژل شوي او یو بل کس ټپي دی. رویټرز د میشیګان ایالتي پولیسو له قوله راپور ورکړی چې د جمعې په ورځ شاوخوا یوولس بجې او ۴۰ دقیقې د ډزو پېښې په اړه د راپور له رسېدو وروسته پولیس د «میساوکي» سیمې یوه کور ته واستول شول. پولیسو ویلي چې امنیتي ځواکونو سیمې ته له رسېدو وروسته د درېیو کسانو جسدونه وموندل او یو بل ټپي کس یې روغتون ته ولېږداوه؛ د ټپي کس روغتیايي وضعیت نازک بلل شوی دی. سرچینې لیکلي چې پولیسو شکمن کس ۳۹ کلن «چاد هیکمن» یاد کړی او ویلي یې دي چې نوموړی سیمې ته د امنیتي ځواکونو له رسېدو مخکې تښتېدلی و چې له امله یې د هغه د موندلو لپاره پراخ عملیات پیل شول. په راپور کې راغلي چې پولیسو د لټون عملیاتو پر مهال په یوه بل کور د یوه بل کس جسد هم موندلی دی. سرچینه کاږي چې پولیسو وروسته د هیکمن موټر د «ویتلاک لیک» شاوخوا یوې ځنګلي سیمې ته نږدې وموند او د سیمې له پلټلو وروسته یې هیکمن او یو بل کس هم مړه وموندل. د میشیګان د پولیسو یوې چارواکې اشلي مېلر دغه پېښه د ځايي ټولنې لپاره «زړه‌بوږنوونکې» او د پلټونکو لپاره…

Quick facts

LocationKabul
TopicHealth
Sources1
Updated2026-08-15 05:23:05

Timeline

  1. Pajhwok

    د امریکا په میشیګان ایالت کې د ډزو پېښه؛ پنځه کسان وژل شوي او یو ټپي دی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-15 09:52:00

د امریکا په میشیګان ایالت کې د ډزو پېښه؛ پنځه کسان وژل شوي او یو ټپي دی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button