کابل (پژواک)- یوه امریکایي چارواکي او له موضوع یوې باخبرې سرچینې ویلي چې د امریکا دولتي پور ورکوونکې ادارې په قزاقستان کې د کانکیندنې یوې پروژې ته د ۱،۶ میلیارد ډالرو تمویل د منظورولو پلان نه لري؛ هغه پروژه چې یو وخت د مهمو معدني موادو د اکمالاتي ځنځیرونو د خوندي کولو لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هڅو یوه مهمه برخه بلل کېده. د رویټرز د راپور له مخې، دغه پروژه په قزاقستان کې د ټنګسټن د یوې لویې زېرمې د استخراج او پراختیا لپاره جوړه شوې چې ټاکل شوې وه د «کوف کپېټل» په نوم د کانونو د پانګونې امریکایي شرکت یې د قزاقستان له دولتي کانکیندنې شرکت «تاوکېن سامروک» سره په ګډه پر مخ یوسي. ټنګسټن یو کلک او د لوړې تودوخې پر وړاندې مقاومت لرونکی فلز دی چې په دفاعي صنعت، الوتکو او بېلابېلو صنعتي وسایلو کې کارول کېږي. د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د صادراتو او وارداتو بانک (اېکسیم) او د امریکا د نړیوالې پراختیا مالي اداره (ډياېفسي) د ټنګسټن د استخراج د دغې پروژې د تمویل پلان نه لري. دغو ادارو تېر کال له «کوف کاز کپېټل ګروپ» شرکت سره د یادې پروژې د احتمالي تمویل په اړه د لېوالتیا لیکونه صادر کړي وو. بلومبرګ خبري اژانس د دوشنبې په ورځ لومړی راپور ورکړی و چې د امریکا دغه دوې ادارې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
“د امریکا پور ورکوونکې ادارې د قزاقستان د کانکیندنې هغه پروژه نه تمویلوي چې د ټرمپ زامن په کې ونډه لري”
سرچینې
Afghan sources
“د امریکا پور ورکوونکې ادارې د قزاقستان د کانکیندنې هغه پروژه نه تمویلوي چې د ټرمپ زامن په کې ونډه لري”