پارس تودی-د ډلهییز امنیت تړون سازمان سرمنشي طلعتبیک ماسادیکوف ویلي، د افغانستان په ځینو سیمو، په ځانګړي ډول له تاجکستان سره په سرحدي سیمو کې دوامداره ناامني د مرکزي اسیا د غړو هېوادونو لپاره جدي امنیتي ګواښ دی. د پآرس تودی له راپور سره سم، ماسادیکوف ویلي، د سازمان غړي هېوادونه د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او غواړي افغانستان په یوه سولهییز او باثباته هېواد بدل شي. نوموړي زیاته کړې چې د سازمان د ډېرو غړو هېوادونو سیاسي او اقتصادي اړیکې له طالبانو سره د موجودو شرایطو له مخې د پراختیا په حال کې دي. هغه همداراز د افغانستان په شمال کې د تاجکستان د پولې د لا پیاوړتیا اړتیا مهمه بللې او ویلي یې دي چې په دې برخه کې په یوه منظم او ګډ پلان باندې کار روان دی.
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د امنیتي تړون سازمان: د افغانستان ـ تاجکستان پولې بېثباتي سیمه ګواښي
Sources
External sources
د امنیتي تړون سازمان: د افغانستان ـ تاجکستان پولې بېثباتي سیمه ګواښي