Kabulافغانستانامنیتپښتو

د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ: افغانستان د منځنۍ اسیا په سیمه‌ییزو محاسبو کې… — AF International

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-24 08:20:59🎙 راډیو واورئ

د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي، تر ۲۰۲۱کال وروسته افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره خپل اهمیت له لاسه نه‌دی ورکړی او د سیمې هېوادونه د امنیت، سوداګرۍ او سیمه‌ییز اتصال په برخو کې له کابل سره د همکاریو نوې لارې لټوي. د غونډې پرمهال ویناوالو ویلي، نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته د تګ اجازه نه‌لري او ښځې نه‌شي کولی له محرم پرته ډاکټر، محکمې یا ځینو عامه ځایونو ته ولاړې شي.د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې مذهبي لږکۍ له لا زیاتو فشارونو سره مخ شوې دي. هغې ویلي، مسیحیان، هندوان، بهایان او نور غیرمسلمان مذهبي لږکۍ اړې دي خپل دیني مراسم په پټه ترسره کړي؛ ځکه د نیول کېدو او حتی د مرګ له ګواښ سره مخ دي.اغلې اکبر زیاته کړې، چې په افغانستان کې د سېکانو شمېر خورا کم شوی او یهودان، مسیحیان او د نورو ادیانو پیروان خپل دیني بدلونونه پټ ساتي. هغې دغه ادعا هم کړې، چې په هېواد کې خپلسرې نیونې او توقیفونه دوام لري او ځینې کورنۍ د خپلو نیول شویو خپلوانو د خوشې کېدو لپاره د پیسو ورکولو ته اړ اېستل کېږي.د «ارامش» په نوم د یوه بنسټ مشرې صوفیا رمیار ویلي، ښځې د هېواد په کچه له محدودیتونو سره مخ دي؛ خو د…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-24 08:20:59

مهالوېش

  1. AF International

    د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ: افغانستان د منځنۍ اسیا په سیمه‌ییزو محاسبو کې مهم پاتې شوی

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-09-24 05:04:22

د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ: افغانستان د منځنۍ اسیا په سیمه‌ییزو محاسبو کې مهم پاتې شوی

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button