Summary: تبصره: امنیت د هر هېواد د ثبات، پرمختګ او اقتصادي ودې تر ټولو اساسي بنسټ بلل کېږي. هېڅ هېواد نه شي کولای د ناامنۍ په فضا کې د دوامدار پرمختګ، پراخو پانګونو او هوسا ټولنیز ژوند تمه ولري. افغانستان چې د څو لسیزو جګړو او ناامنۍ له سختو تجربو وروسته نوي پړاو ته داخل شوی، د امنیت ټینګښت یې د حکومتولۍ له مهمو لومړیتوبونو څخه ګرځېدلی.د اسلامي امارت د پنځو کلونو د حکومتولۍ په ارزونه کې هم امنیت هغه برخه ده چې د هېواد پر نورو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو مستقیم اغېز لري.افغانستان کې د جګړو پر مهال ناامني یوازې د جګړې په ډګر پورې محدوده نه وه؛ بلکې د خلکو پر ورځني ژوند، سوداګرۍ، تګ راتګ، کرنې، تعلیم، روغتیا او اقتصادي فعالیتونو یې مستقیم اغېز درلود.د هېواد په ډېرو سیمو کې خلکو له دې اندېښنې سره ژوند کاوه چې د لارې، بازار او خپل کلي امنیت به یې څنګه وي. د اسلامي امارت په واکمنۍ کې د امنیت په ټینګښت سره د خلکو د عادي ژوند د بېرته منظمېدو لپاره زمینه برابره شوې او د هېواد په ډېرو برخو کې د تګ راتګ او فعالیتونو شرایط ښه شوي دي.د امنیت د ټینګښت یوه مهمه پایله د امارت د حاکمیت او ادارو د فعالیت پراخېدل دي.کله چې په یوه هېواد کې امنیتي وضعیت ثابت وي، دولتي ادارې کولای شي خپل خدمات په منظم ډول خلکو ته ورسوي او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د حکومتولۍ بهیر پیاوړی شي.په همدې اساس، امنیت یوازې د جګړې د نشتوالي معنا نه لري، بلکې د قانون د تطبیق، د ادارو د منظم فعالیت او د خلکو د عادي ژوند لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کېدل هم ورسره تړلي دي.د امنیت ټینګښت د افغانستان پر اقتصادي فعالیتونو هم څرګند اغېز لري.سوداګر هغه مهال پانګونه کوي، چې د خپلو مالونو، پانګې او سوداګریزو مسیرونو د خوندیتوب ډاډ ولري.د هېواد د لویو لارو امنیت، د سوداګریزو موټرو تګ راتګ او د بازارونو فعالیت د اقتصادي ودې لپاره مهم شرایط دي.له همدې امله امنیتي ثبات کولای شي د سوداګرۍ د پراختیا او د پانګونې د جلب لپاره زمینه نوره هم مساعده کړي.کرنه هم د امنیت له مستقیمو اغېزو څخه برخمنه ده؛ بزګر هغه مهال کولای شي په ډاډه زړه خپلو ځمکو ته ولاړ شي، حاصلات راټول کړي او خپل محصولات بازار ته ورسوي چې د لارې او سیمې امنیت موجود وي.همدارنګه د کلیوالي سیمو د اقتصادي فعالیتونو پراختیا، د اوبو لګولو پروژې او د کرنیزو محصولاتو بازار ته رسول له ثابت امنیت سره مستقیمه اړیکه لري.د ترانزیټ او سیمه ییز اتصال په برخه کې هم امنیت بنسټیز اهمیت لري؛ افغانستان د منځنۍ او سویلي آسیا ترمنځ د مهم جغرافیایي موقعیت له امله د سوداګریزو دهلېزونو د پراختیا وړتیا لري.که د هېواد لویې لارې، سرحدي سیمې او سوداګریز مسیرونه خوندي وي، افغانستان کولای شي د سیمې د سوداګرۍ او ترانزیټ په بهیر کې خپل رول لا پراخ کړي او له خپل جغرافیایي موقعیت څخه اقتصادي ګټه واخلي.د امنیت ښه والی د خلکو پر ټولنیز او رواني ژوند هم مثبت اغېز لري؛ کله چې کورنۍ د خپلو اولادونو د تګ راتګ، زده کوونکو د ښوونځي او محصلینو د پوهنتون پر لاره د امنیت احساس ولري، د ټولنې عادي فعالیتونه هم پیاوړي کېږي.بازارونه، ښوونیز مرکزونه، روغتیايي خدمات او ټولنیز فعالیتونه هغه مهال په ښه ډول دوام موندلای شي چې د خلکو لپاره د امنیت احساس موجود وي.البته د امنیت ساتنه یوازې د امنیتي بنسټونو مسؤولیت نه دی؛ بلکې د ټول نظام او ټولنې ګډ مسؤولیت دی.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د امنیت ټینګښت؛ د اسلامي امارت د پنځو کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه دی
منابع
Afghan sources
د امنیت ټینګښت؛ د اسلامي امارت د پنځو کلونو له مهمو لاسته راوړنو څخه دی