KabulPoliticsافغانستانپښتو

د اوای‌سي استازي د افغانستان د ملاتړ لپاره د دغه سازمان هڅې تشریح… — Pajhwok

روان خبرPoliticsKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-04 06:32:55🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک) – په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان د دفتر مشر د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ په انستیتوت کې د افغانستان د ملاتړ لپاره د دغه سازمان د هڅو او د افغانستان په اړه د پرېکړو د پلي کېدو د څارنې په تړاو معلومات وړاندې کړي دي. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان (اوای‌سي) د دفتر عمومي رئیس، سفیر ډاکټر محمد بن سعید العیاش، د دغه وزارت د ډیپلوماسۍ په انستیتوت کې «ډیپلوماسي او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان هڅې» تر سرلیک لاندې وینا کړې ده. سرچینې زیاته کړې، په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو ترڅنګ د بېلابېلو وزارتونو او امارتي ادارو یو شمېر مسؤولینو هم ګډون کړی و. د خبرپاڼې له مخې، العیاش په خپله وینا کې د عامه او څو اړخیزې ډیپلوماسۍ پر مهمو وسایلو او میکانېزمونو خبرې کړې او د اسلامي همکاریو سازمان د رامنځته کېدو تاریخ، بېلابېلې ادارې او تشکیلاتي جوړښت یې تشریح کړی دی. په خبرپاڼه کې د جزییاتو له ورکولو پرته راغلي چې هغه د اسلامي سرمشریزو او د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډو کې د افغانستان په اړه پرېکړو ته اشاره کړې او په کابل کې یې د یاد سازمان د دفتر له لوري د دغو پرېکړو د عملي کېدو د تعقیب په اړه معلومات…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعPolitics
سرچینې1
تازه شوی2026-11-04 06:32:55

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د اوای‌سي استازي د افغانستان د ملاتړ لپاره د دغه سازمان هڅې تشریح کړې

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-11-04 11:00:22

د اوای‌سي استازي د افغانستان د ملاتړ لپاره د دغه سازمان هڅې تشریح کړې

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button