HealthKabulافغانستاندری

د اوای‌سي او اروپايي ټولنې استازو له افغانستان سره د همکاریو پر پیاوړتیا… — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-14 09:07:28🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۵): د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو سازمان او اروپايي ټولنې ځانګړو استازو له افغانستان سره د همکاریو پر پیاوړتیا، بشري اړتیاوو ته د رسېدنې او د روغتیا، پوهنې او بدیل معیشت په ګډون په مهمو برخو کې د ګډ کار پر فرصتونو ټینګار کړی. د اسلامي همکاریو سازمان نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي ځانګړي استازي، سفیر ډاکټر طارق علي بخیت، د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي ټوماس فریلسن سره کتلي دي. سرچینې زیاته کړې چې په دې لیدنه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د استازولۍ سرپرست نیکولا بلومو هم ګډون درلود. یاد سازمان لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغانستان پر بشري وضعیت او وروستیو تحولاتو خبرې وشوې. سرچینې لیکلي، دواړو لورو له افغانستان سره د همکارۍ پر پیاوړتیا، بشري اړتیاوو ته پر رسېدنې او د روغتیا، پوهنې او بدیل معیشت په ګډون په مهمو برخو کې د ګډ کار پر فرصتونو ټینګار وکړ. د اسلامي همکاریو سازمان ویلي چې بخیت د افغانانو د ملاتړ لپاره د نړیوالې همکارۍ او همغږو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-14 09:07:28

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د اوای‌سي او اروپايي ټولنې استازو له افغانستان سره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-14 13:35:18

د اوای‌سي او اروپايي ټولنې استازو له افغانستان سره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button