Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ وزیر ملا محمد یونس آخندزاده، د ارغندۍ ۵۰۰ کیلوولټ سب سټېشن پروژې د پرمختګ بهیر ارزولی دی. باختر اطلاعاتي آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ ملا محمد یونس آخندزاده د یادې پروژې د کاري بهیر ارزونې پر مهال، د کابل او شاوخوا ولایتونو لپاره د دوامدارې برېښنا د تأمین په برخه کې د پروژې اهمیت حیاتي بللی دی او په ټاکلي وخت کې یې د پروژې د پاتې چارو پر بشپړېدو ټینګار کړی دی. د ارغندۍ ۵۰۰ کیلوولټ سب سټېشن پروژه د اوبو او انرژۍ وزارت له مهمو او بنسټیزو پروژو څخه ده چې د هېواد د برېښنا د پراختیا او پیاوړتیا په موخه پلې کېږي. دغه سب سټېشن د ۴۰۰ مېګاولټـامپېر برېښنا د وېش ظرفیت لري او تر اوسه یې شاوخوا ۹۵ سلنه عملي چارې بشپړې شوې دي. د دغه سب سټېشن په بشپړېدو سره به د دشت خواجه الوان – ارغندۍ د ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي او ورسره د پنځو نورو اړوندو پروژو په ګټې اخیستنې سره؛ له ترکمنستان څخه د ۱۰۰۰ مېګاواټه وارداتي برېښنا د لېږد او وېش زمینه برابره شي. دغه ستره پروژه به د هېواد د برېښنا شبکې په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او د کابل ښار په ګډون به د ۱۲ ولایتونو د برېښنا د کمښت ستونزه د پام وړ را کمه کړي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د اوبو او انرژۍ وزیر د ارغندۍ ۵۰۰ کیلوولټ سب سټېشن پروژې د پرمختګ بهیر و ارزاوه
منابع
Afghan sources
د اوبو او انرژۍ وزیر د ارغندۍ ۵۰۰ کیلوولټ سب سټېشن پروژې د پرمختګ بهیر و ارزاوه