Kabulافغانستانامنیتپښتو

د اوکراین او روسیې په متقابلو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او… — Pajhwok

روان خبرSecurityKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-13 17:47:03🎙 راډیو واورئ

د اوکراین او روسیې په متقابلو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): روسي چارواکي وایي، د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د روسیې په تاتارستان کې دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي؛ د روسیې په شپنیو بریدونو کې د اوکراین په اودیسا کې هم د نهو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی. اسوشېټېډ پرېس نن راپور ورکړی چې د اوکراین د بې‌پیلوټه الوتکو په مټ د تاتارستان د نیژنیکامسک ښار په نښه کړی دی. د تاتارستان د سیمه‌ییز مشر رستم مینیخانوف د دفتر په وینا، په برید کې دوه ملکي کسان وژل شوي او ۱۲ نور کسان ټپیان شوي دي. د نیژنیکامسک ښاروال رادمیر بیلیایف د جزییاتو له ورکولو پرته ویلي چې د برید له امله «د ښار په یوه صنعتي مرکز» کې اور لګېدلی دی. اوکراین وایي، د روسیې د کراسنودار په سیمه کې یې د سلاویانسک-آن-کوبان د نفتو مهمه تصفیه‌خانه د بې‌پیلوټه الوتکو په برید کې په نښه کړې چې له امله یې د پروسس یوې برخې او د زېرمو په ساحه کې لوی اور لګېدلی دی. د کراسنودار چارواکو ویلي، د «یوه شرکت» پر تاسیساتو په برید کې درې کسان ټپیان شوي، د تېلو یو پایپ‌لاین زیانمن شوی او اور لګېدلی، خو د اوکراین ادعا یې په مستقیم ډول نه ده تایید…

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعSecurity
سرچینې1
تازه شوی2026-09-13 17:47:03

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د اوکراین او روسیې په متقابلو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-13 22:14:35

د اوکراین او روسیې په متقابلو بریدونو کې دوه کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپیان دي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button