مریم المسند دغه څرګندونې د سېشنبې په ورځ، د تلې په ۲۸مه، په دوحه کې د افغانستان د همغږۍ ډلې په غونډه کې کړې دي. دغه غونډه د اکتوبر له ۲۰مې تر ۲۱مې پورې په دوحه کې جوړېږي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د نوموړې له قوله ویل شوي، چې افغانستان تر بل هر وخت ډېرې دوامدارې نړیوالې همکارۍ، روښانه لومړیتوبونو او عملي همغږۍ ته اړتیا لري. هغې ویلي، دوحه تل پر دې باور ده چې پېچلې او ستونزمنې مسئلې باید د خبرو اترو له لارې حل شي. نوموړې د دوحې مذاکراتو ته په اشارې ویلي، چې قطر د خبرو اترو او مخکینۍ ډیپلوماسۍ پر بنسټ د سولهییزو حللارو ملاتړ کوي. قطر له ۲۰۱۳ کال راهیسې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی او د طالبانو او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د منځګړي رول هم لوبوي. دغه هېواد د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې د بهیر کوربهتوب هم کوي. د قطر د نړیوالو همکاریو وزیرې ویلي، چې د دوحې بهیر له افغانستان سره د منظمې او همغږې نړیوالې همکارۍ لپاره یو چوکاټ برابر کړی دی. د هغې په وینا، افغانستان له خپل سیمهییز چاپېریال او د نړیوالې ټولنې له ننګونو جلا نه شي ګڼل کېدای؛ ځکه د دغه هېواد ثبات نه یوازې د افغانانو، بلکې د سیمهییز امنیت، اقتصادي اړیکو او نړیوالې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د اوکراین ولسمشر: د دفاعي وړتیاوو لوړولو لپاره مو امریکا سره ګټورې خبرې وکړې
سرچینې
Afghan sources
د اوکراین ولسمشر: د دفاعي وړتیاوو لوړولو لپاره مو امریکا سره ګټورې خبرې وکړې