EconomyEnglishافغانستانهرات

د ايران له لوري د هرات–مزارشریف رېل پټلۍ له پروژې څخه د افغانانو هرکلی+راپور

DevelopingEconomyهرات1 SourcesUpdated: 2026-08-05 09:02:53🎙 Listen to radio

پارس تودی-د ایران د جمهور رئيس د مرستيال محمد عارف له لوري د هرات–مزارشریف د رېل پټلۍ د جوړېدو په اړه د پانګونې سند له تصویب وروسته، افغان چارواکي او اقتصادي کارپوهان وایي چې دا پروژه به د افغانستان د ترانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره مهمه اغېزه ولري. د تهران د راډو پښتو د خبریال له راپور سره سم، د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس وایي، د رېل پټلۍ پراختیا د افغانستان له مهمو زیربنايي اړتیاوو څخه ده او د هرات–مزارشریف د رېل پټلۍ پروژه به د هېواد لوېدیځ او شمالي سیمې سره ونښلوي. هغه زیاتوي، د دې ډول پروژو پلي کېدل به د توکو د لېږد بهیر اسانه، د ترانسپورټ لګښتونه کم او افغانستان به د سیمې په کچه د یوه مهم ترانزیټي دهلېز په توګه لا پیاوړی کړي. بلخوا، د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو اتحادیې اجرائیه رئیس عبدالنصیر رښتیا وایي، د رېل پټلۍ جوړېدل به نه یوازې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره مهم وي، بلکې د سیمې هېوادونه به هم له یو بل سره ونښلوي. نوموړی زیاتوي، د لویو زیربنايي پروژو پراختیا کولی شي په هېواد کې د تولید کچه لوړه او د کار زمینه برابره کړي. اقتصادي کارپوهان هم باور لري چې د هرات–مزارشریف رېل پټلۍ به افغانستان له منځنۍ اسیا، ایران او نورو سیمه‌ییزو بازارونو سره د نښلولو په برخه کې مهم…

Quick facts

Locationهرات
TopicEconomy
Sources1
Updated2026-08-05 09:02:53

Timeline

  1. Parstoday

    د ايران له لوري د هرات–مزارشریف رېل پټلۍ له پروژې څخه د افغانانو هرکلی+راپور

Sources

External sources

ParstodayPS
2026-08-05 08:53:48

د ايران له لوري د هرات–مزارشریف رېل پټلۍ له پروژې څخه د افغانانو هرکلی+راپور

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button