افغانستانامنیتدریفراه

د اکتوبر اومه نیټه باید په افغانستان کې د تورې ورځې په توګه ونومول شي

در حال تکمیلSecurityفراه1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-10 02:00:36🎙 رادیو را بشنوید

زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبان د حکومت چارواکي وایي، د اکتوبر د میاشتې اومه نیټه دې په هېواد کې د تورې ورځې په توګه ونومول شي. د چارواکو پر وینا له دې ورځې د امریکا له لورې د افغانستان د نیواک بهیر پېل شو، چې دوه لسیزې یې دوام وکړ. د۲۰۰۱ زیږدیز کال د سپتمبر پریوولسمه د امریکا پر نړیوال سوداګریز مرکز له بریدونو وروسته پر دغه مرکز د برید پړې ګوته افغانستان ته ونیول شوه . امریکا د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن چې هغه مهال په افغانستان کې میشت و د امریکا پرسوداګریز مرکز د برید مسول وګاڼه او د هغه وخت د طالبانو واکمن مشر ملاعمر څخه یې امریکا ته د بن لادن د سپارلو پرله پسې غوښتنې وکړې، چې د هغه له لورې د نه ځواب په ویلو سره امریکا ۲۶ ورځې وروسته د اکتوبرپر ۷مه پرافغانستان له نړیوال ټروریزم سره د مبارزې تر نامه لاندې ځمکني او هوایي بریدونه پېل کړل او پلې ځواکونه یې هم دې هیواد ته راواستول، او په دې توګه د افغانستان د نیواک او لاندې کولو پروسه پېل شوه چې شل کاله یې دوام وکړ. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو معین حیات الله مهاجر فراهي وایي، دا ورځ باید د افغانستان په تاریخ کې د تورې ورځې په توګه ونومول شي. هغه…

اطلاعات کوتاه

مکانفراه
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-10 02:00:36

خط زمانی

  1. Parstoday

    د اکتوبر اومه نیټه باید په افغانستان کې د تورې ورځې په توګه ونومول شي

منابع

External sources

ParstodayPS
2026-10-10 01:47:38

د اکتوبر اومه نیټه باید په افغانستان کې د تورې ورځې په توګه ونومول شي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button