Summary: له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې د اطلاعاتو او نشراتو رئيس او ویاند محمد یوسف حماد د اکټوبر میاشتې د ۱۳مې، چې د پېښو د خطرونو کمولو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده، په مناسبت رسنیو ته په لېږل شوي ويديويي کليپ کې ویلي چې یادې ادارې په تېر یوه کال کې د ټولنې د زیانمنتیا د کچې را ټيټولو، له زیانمنو کورنیو سره د مرستې او د پېښو پر وړاندې د چمتوالي کلتور د پیاوړتیا په موخه پراخ اقدامات ترسره کړي دي. ښاغلي حماد زیاته کړې، چې د تېر یوه کال په موده کې د دې ادارې او همکارو بنسټونو له امکاناتو څخه په استفادې له ۲۳۷ زره ۱۹۸ زیانمنو کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې ده. نوموړي همدارنګه ویلي چې تېر کال له ۳۸۳ زره ۱۳۳ اړمنو کورنیو سره یو میلیارد ۸۶۸ میلیونه ۲۵۶ زره ۷۵ افغانۍ نغدي مرسته شوې ده. له پېښو سره د مبارزې امادګي ادارې ویاند زیاته کړې، چې په یاده موده کې همدارنګه د پېښو د خطرونو د کمولو په موخه ۱۹۶ وقایوي پروژې هم عملي شوې دي او ۲۰۵۰ کورونه بېرته ترمیم او جوړ شوي دي. سرچینې ویلي چې د تېر یوه کال په ترڅ کې ۳۸۷ زره ۱۷۷ تنو ته د پېښو پر وړاندې د چمتوالي په موخه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی دی. ښاغلي حماد زیاته کړې، چې د همغږۍ او همکاریو د جذب په موخه دغې ادارې له بېلا بېلو کورنیو او نړۍوالو موسسو سره د ۸۹ زره ۶۵۴ زره ۶۸۵ ډالرو په ارزښت ۱۳۹ هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي.په یاده موده کې همدارنګه ۱۴۱.۶۵ کیلو متره ځمکه له ماینونو څخه پاکه شوې او ۹زره ۷۷۵ ماینونه هم کشف او شنډ شوي دي. د نوموړي په خبره تېر کال د یادو پېښو له کبله ۶۷۹ هېوادوال شهیدان، ۱۶۳۴ تنه ټپیان شوي، ۴ زره ۴۷۰ کورونه په بشپړ او ۱۷ زره ۶۶۴ کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي دي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د اکټوبر ۱۳مه د پېښو د خطرونو کمولو نړۍواله ورځ؛ له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې تېر کال له نږدې ۶۲۱ زره زیانمنو کورنیو سره مرستې کړې دي
منابع
Afghan sources
د اکټوبر ۱۳مه د پېښو د خطرونو کمولو نړۍواله ورځ؛ له پېښو سره د مبارزې امادګۍ ادارې تېر کال له نږدې ۶۲۱ زره زیانمنو کورنیو سره مرستې کړې دي