HealthKabulافغانستاندری

د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته افغانان… — AF International

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-08 09:36:47🎙 رادیو را بشنوید

اسوشیټېډ پرېس په یوه راپور کې لیکلي، چې د ۲۰۰۱کال د اکتوبر له اوومې یعنې د امریکا په مشرۍ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته د یادې جګړې سیاسي، ټولنیزې او بشري پایلې لاهم د افغانانو پر ژوند اغېز لري. زرغونه چې د کابل د ده‌سبز ولسوالۍ اوسېدونکې ده، له خپلو څلورو ماشومانو سره ژوند کوي. د هغې مېړه د جمهوري نظام پرمهال د یوه خصوصي ښوونځي مدیر و؛ خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې دنده له لاسه ورکړه او د کار موندلو لپاره لومړی ایران او وروسته دوبۍ ته ولاړ.د راپور له مخې، هغې د امېندوارۍ پرمهال د مېړه د نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله په پیل کې روغتیايي مرکز ته مراجعه ونه کړه؛ خو وروسته د کمزورۍ، سرګرځېدو او دوامداره ستړیا له امله اړه شوه ډاکټر ته ولاړه شي.هغې ویلي، د ده‌سبز په سیمه کې نږدې کلینیک کې د نسایي برخې ډاکټره نه وه او اړ شوه چې د کابل ښار مرکز ته د ښځینه ډاکټرې د لیدنې لپاره ولاړه شي. زرغونه وایي، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې نه‌شي کولای یوازې سفر وکړي او د ښار مرکز ته د تګ لپاره یې د یوه نارینه خپلوان ملتیا ته اړتیا لرله.د راپور له مخې، لومړنۍ معاینې ښودلې وه چې زرغونه په سختې کم‌خونۍ اخته ده او د ماشوم شاوخوا مایعات هم کم شوي…

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-08 09:36:47

خط زمانی

  1. AF International

    د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته افغانان لاهم د هغې بیه پرې کوي

منابع

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-10-08 08:38:36

د اکټوبر ۷مه؛ د افغانستان د جګړې له پیل ۲۵ کاله وروسته افغانان لاهم د هغې بیه پرې کوي

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button