په ملګرو ملتونو کې د ایران استازې وویل، چې له زدهکړو محرومیت، د ټولنیز او پرمختیایي وروسته پاتې والي لړۍ لا پسې ژوروي او پایلې به یې نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله سیمه اغېزمنه کړي. د کندهار د وچکالۍ ځپلو ولسوالیو اوسېدونکو افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې د ځمکې لاندې اوبو د کمېدو له امله یې د کرنې او څښاک اوبو په برخه کې ستونزې لا زیاتې شوې دي. دوی وايي، د اوبو د بندونو او کانالونو د جوړولو وس نه لري او له حکومت او مرستندویه ادارو د مرستې غوښتنه کوي. د شاه ولیکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی جان محمد وايي، پخوا په سیمه کې کاریزونه بهېدل، خو له وچېدو وروسته خلکو د اوبو راایستلو لپاره لمریزې تختې وکارولې خو اوس د نوموړي په وینا، په ۲۰۰ مترۍ کې هم اوبه نه موندل کېږي. په غورک ولسوالۍ کې هم وچکالۍ ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو کډه کولو ته اړې کړې دي. د دې ولسوالۍ اوسېدونکی باز محمد وايي، « لومړی د کرنې اوبه ورکې شوې او وروسته د څښاک اوبه هم نایابه شوې، له همدې امله مې کور او ځمکې پرېښودا او ارغنداب ته کډه شوم، خو دلته هم د اوبو کچه د ښکته کېدو په حال کې ده». د ژیړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکي حاجي سلام ، چې له ورته ستونزې شکایت کوي، افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې خلک اړ دي…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د ایران استازې: له زدهکړو د افغان نجونو د محرومیت پایلې به پر سیمه اغېز وکړي
منابع
Afghan sources
د ایران استازې: له زدهکړو د افغان نجونو د محرومیت پایلې به پر سیمه اغېز وکړي