پلاوی به له ولایتي چارواکو او د دې ولایت د خصوصي سکتور له استازو سره د ګډې پانګونې او د سیمې له شته ظرفیتونو څخه د ګټې اخیستنې په موخه لیدنې او ناستې وکړي. په دې پنځه کسیز پلاوي کې، چې د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې تر چتر لاندې راغلی، د کرنیزو ماشینالاتو او وسایلو، د چرګانو او کبانو د روزنې د صنعت اړوند متخصصین او پانګهوال شامل دي. د پلاوي مشر او د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې ستر سلاکار، انجنیر مجید افشین، وایي، پلاوی به په ننګرهار کې د ولایتي چارواکو ترڅنګ، د خصوصي سکتور او په ځانګړې توګه د صنعت او کرنې له فعالانو سره ګډې ناستې او لیدنې ولري. ښاغلي افشین وویل، دوی تر هر څه وړاندې غواړي د ننګرهار ولایت او په دې سیمه کې د کرنې او صنعت اړوند شته ظرفیتونه او فرصتونه وپېژني. هغه زیاتوي، هڅه یې دا ده چې د سیمې صنعت او کرنه لومړی پر خپلو پښو ودرېږي او وروسته د ګاونډیو او سیمې هېوادونو بازارونو ته د صادراتو جوګه شي. د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې ستر سلاکار، انجنیر مجید افشین، وایي، تمه لري چې راغلی پلاوی به د سیمې د صنعت او کرنې له فعالانو سره د ځینو سوداګریزو راکړو ورکړو او ګډې پانګونې تړونونه لاسلیک کړي. د ننګرهار د سوداګرۍ او…
Quick facts
Timeline
-
Parstoday
د ایران اسلامي جمهوریت د خصوصي سکتور یو پنځه کسیز پلاوی ننګرهار ته تللی + راپور
Sources
External sources
د ایران اسلامي جمهوریت د خصوصي سکتور یو پنځه کسیز پلاوی ننګرهار ته تللی + راپور