Diplomacyافغانستانبلخپښتو

د ایران او افغانستان د کلتوري اړیکو په پیاوړې کولو کې د ژباړې رول وارزول شو

روان خبرDiplomacyبلخ1 سرچینېتازه شوی: 2026-09-23 01:46:51🎙 راډیو واورئ

زمونږ خبریال راپور راکړی ادیبانو او د نظر خاوندانو ژباړه د دواړو هیوادونو د کلتور او ادبیاتو تر منځ د پل په توګه یاده کړه. د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې د افغانستان او ایران په ادبیاتو کې د ژباړې په اړه د ویلو او ناویلو خبرو په محور راګرځیدونکې دې ناسته کې د هغه ولایت د بېلابېلو پوهنتونونو استاذانو،ادیبانو ، ژباړونکواو د نظر خاوندانو برخه اخیستې وه. وینا والو د ژباړې پرارزښت او د ژباړن پر ځانګړنو هر اړخیزې خبرې وکړې. د بلخ پوهنتون استاد ډاکتر محب مسعود ژباړه د دوه کلتورونو د نږدیوالي لپاره د یوې مهمې وسیلې په توګه یاده کړه ویي ویل سره له دې، چې د ایران او افغانستان تر منځ په لیکنیزو ادبیاتو کې ځینې توپیرونه شته خو د دواړو هېوادونو تر منځ ژور کلتوری پيوندونه موجود دي. د دې علمي او کلتوری ناستې یو بل برخه وال حمزه بیا پر دې ټینګار وکړ، چې ژباړن باید د ژباړې پر مهارتونو پر پوهیدو سربیره پر دواړو ژبو واکمني ولري. پرهمدې مهال په افغانستان کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت کلتوري سلاکار ډاکتر سید روح الله حسیني د ژباړن کار مسلکي او باریکه یاد کړ ویې ویل که ژباړن د لیکوال پر موخو، کلتور او ژبه برلاسی نه وي نو د علمي اثر مفهوم به له ستونزوسره مخ شي. ډاکتر سید روح الله حسیني…

لنډ معلومات

ځایبلخ
موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-09-23 01:46:51

مهالوېش

  1. Parstoday

    د ایران او افغانستان د کلتوري اړیکو په پیاوړې کولو کې د ژباړې رول وارزول شو

سرچینې

External sources

ParstodayPS
2026-09-23 01:38:09

د ایران او افغانستان د کلتوري اړیکو په پیاوړې کولو کې د ژباړې رول وارزول شو

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button