EnglishKabulPoliticsافغانستان

د ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولو هڅې؛ قطر: د… — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-09-30 04:18:53🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۵): قطر وايي، د امریکا او ایران ترمنځ پیغامونه لېږدوي او د دواړو لورو ترمنځ د ګډ دریځ رامنځته کولو او هوکړې ته د رسېدو هڅې روانې دي؛ په همدې حال کې د امریکا ولسمشر هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې واشنګټن د اټومي امتیازونو په بدل کې د ایران د ځینو بندیزونو د کمولو او د کنګل شویو شتمنیو د خوشې کولو وړاندیز کړی دی. رویټرز راپور ورکړی چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید الانصاري ویلي، دوحه هڅه کوي د تهران او واشنګټن دریځونه سره نږدې کړي او د هوکړې لپاره زمینه برابره کړي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه بیان کې تایید کړې چې په تېرو څو ورځو کې د دواړو لورو ترمنځ ناستې او د پیغامونو تبادله شوي دي؛ د دغو تماسونو یوه برخه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې پر مهال ترسره شوې او د خبرو د دوام هڅې روانې دي. په همدې حال کې، ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې ایران باید اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او ادعا یې کړې چې جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي. هغه د اکسیوس او سي‌اېن‌اېن هغه راپورونه هم رد کړي چې د نوم نه‌ښودل شویو امریکايي چارواکو له قوله یې لیکلي وو، واشنګټن ښايي د ایران په اټومي موضوع کې…

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-09-30 04:18:53

Timeline

  1. Pajhwok

    د ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولو هڅې؛ قطر: د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو تبادله روانه ده

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-30 08:46:33

د ایران او امریکا د جګړې د پای ته رسولو هڅې؛ قطر: د دواړو لورو ترمنځ د پیغامونو تبادله روانه ده

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button