کابل (پژواک، ۹ وږی ۱۴۰۵): د نړۍ په بازارونو کې د ایران پر لارک ټاپو د امریکا له برید او د تهران له غبرګون وروسته د تېلو بیې تر دوه سلنه ډېرې لوړې شوې او ورسره د تاوتریخوالي د پراخېدو او د هرمز تنګي د تګ راتګ په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي. مارکېټسکرینر د رویټرز په حواله راپور ورکړی چې له دغو بریدونو وروسته د برنټ خام تېلو بیه نن ۲،۵۱ سلنه لوړه شوې او د هر بېرل بیه ۹۰ ډالرو او ۳۱ سنټو ته رسېدلې ده؛ همدارنګه د امریکا د وېسټ ټکساس انټرمیډیټ خامو تېلو بیه ۲،۱۹ سلنه لوړه شوې او د هر بېرل بیه ۸۵ ډالرو او ۲۳ سنټو ته رسېدلې ده. سرچینې زیاته کړې چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو اترو بنبست او د هرمز تنګي د بشپړ تړل کېدو یا د تګ راتګ محدودیتونو دوام هم د تېلو پر بازار اغېز کړی دی. د راپور د معلوماتو له مخې، د هغو سوداګریزو بېړیو شمېر چې د اوونۍ په پای کې د هرمز له تنګي تېرې شوې، په ورځ کې پنځو ته راکم شوی؛ دا وضعیت د احتمالي بریدونو له وېرې د بېړۍ چلولو شرکتونو د زیات احتیاط نښه بلل شوې ده. په راپور کې همدارنګه راغلي چې د بریتانیا د سمندري سوداګریزو عملیاتو ادارې د یکشنبې په ورځ ویلي وو،…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Pajhwok
د ایران او امریکا متقابل بریدونه؛ د تېلو بیې تر دوه سلنه ډېرې لوړې شوې
منابع
Afghan sources
د ایران او امریکا متقابل بریدونه؛ د تېلو بیې تر دوه سلنه ډېرې لوړې شوې