Kabulافغانستانامنیتدری

د ایران او ترکیې بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د بحران پراخېدو… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-13 04:42:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۲ وږی ۱۴۰۵): د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو په ټیلېفوني خبرو کې د سیمې وروستي بدلونونه ارزولي او د کړکېچ د لا ډېرېدو او په سیمه کې د بحران پراخېدو پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی. تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ټیلېفوني خبرې کړې دي. د راپور له مخې، په دې خبرو کې د سیمې وروستي تحولات تر بحث او ارزونې لاندې نیول شوي دي. سرچینې لیکلي چې دواړو لورو په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو او د بحران د لمنې پراخېدو د مخنیوي پر اړتیا ټینګار کړی دی. په راپور کې راغلي چې عراقچي او فیدان دغه‌راز د سیمې د ثبات او ارامۍ د ټینګښت برخه کې د مرستې لپاره د مشورو او ډیپلوماټیکو هڅو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-13 04:42:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د ایران او ترکیې بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د بحران پراخېدو پر مخنیوي ټینګار کړی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-13 09:11:32

د ایران او ترکیې بهرنیو چارو وزیرانو په سیمه کې د بحران پراخېدو پر مخنیوي ټینګار کړی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button