Diplomacyافغانستانپښتو

د ایران د دوغارون له لارې ۲۴۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه… — AF International

روان خبرDiplomacy1 سرچینېتازه شوی: 2026-11-29 14:55:11🎙 راډیو واورئ

د ایران ایرنا خبري اژانس د راپور پر بنسټ، ددغه ولایت هېواد د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو عمومي رییس جعفر سیدابادي د یکشنبې په ورځ په تایباد کې د یادې ادارې د مدیرانو د بدلون په غونډه کې وویل، د دوغارون رسمي لاره افغانستان ته د افغان وګړو د تګ لومړنۍ اصلي پوله ګڼل کېږي او دا بهیر هره ورځ دوام لري. سیدابادي څرګنده کړه، چې تېر کال هم څه باندې یو میلیون او ۱۸۲ زره افغانان د همدې پولې له لارې خپل هېواد ته تللي وو. هغه زیاته کړه، هغه بې اسناده افغان کډوال چې د ایران په ۱۱ ولایتونو کې پېژندل کېږي، له دغه هېواده د اېستلو او افغانستان ته د ستنولو لپاره د دوغارون په پوله تنظیمېږي. د هغه د معلوماتو له مخې، اوس مهال په خراسان رضوي کې تر ۳۰۰ زرو ډېر قانوني او شاوخوا ۴۰۰ زره بې اسناده افغانان ژوند کوي او سږ کال په یاد ولایت کې ۶۰ زره افغان زده‌کوونکي په ښوونځیو کې شامل شوي دي. په دې غونډه کې د تایباد ولسوال، حسین جمشیدي هم وویل، چې دوغارون ایران ته د افغانانو د ننوتلو او وتلو خورا مهمه لاره ده او هره ورځ تر ۲ زره او ۵۰۰ ډېر قانوني مسافر پر دغه لار تګ راتګ کوي. جمشیدي څرګنده کړه، چې بې اسناده افغان وګړي د سیستان…

لنډ معلومات

موضوعDiplomacy
سرچینې1
تازه شوی2026-11-29 14:55:11

مهالوېش

  1. AF International

    د ایران د دوغارون له لارې ۲۴۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

سرچینې

Afghan sources

AF InternationalPS
2026-11-29 11:14:56

د ایران د دوغارون له لارې ۲۴۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button