زمونږ خبریال راپورراکړی په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال په کندهار کې د طالبانو د حکومت له ویاند سره ناسته کړې ده طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټولیزه پاڼه ایکس لیکلي چې تیر مازیګر یې په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهویت مرستیال سفیر سید حسن مرتضويچې کندهار ولایت ته یې سفر کړی ناسته تر سره کړه. ذبیح الله مجاهد لیکلي ښاغلي مرتضوي پر اقتصادي، ټولنیزو او د دواړو هیوادونو تر منځ پر نوروګډو ټکو پرټینګار سره وویل دا مهال د ایران اسلامي جمهوریت له خپلو مسلمان ګاونډي ورور هیواد افغانستان سره پیاوړې اړیکې جوړې کړيدي. په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت کندهار ته د دې سفارت د مرستیال سفر او له طالب ویاند ذبیح الله مجاهد سره یې د ترسره شوې ناستې په اړه څه نه دي ویلي.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Parstoday
د ایران د سفارت مرستیال د افغانستان د طالبانو له ویاند سره کتنه کړې ده
سرچینې
External sources
د ایران د سفارت مرستیال د افغانستان د طالبانو له ویاند سره کتنه کړې ده