د ایران د عدلیې وزیر امین حسین رحیمي، د قانوني اسنادو لرونکو افغان ماشومانو د رسمي زدهکړو د حق پر خوندیتوب ټینګار کړی او له اړوندو ادارو یې غوښتي چې ښوونځیو ته د دغو ماشومانو د لاسرسي پر وړاندې خنډونه لرې کړي. سید ابرار حسین د دوشنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو تړل کېدل او د قطر او ترکیې د منځګړیتوب د هڅو ناکامي د دواړو لورو ترمنځ د امنیتي اختلافونو پایله ده. نوموړي ویلي، اسلاماباد ځان د اوسنیو سیاستونو دوام ته اړ بولي، ځکه د ده په وینا، د پاکستان وګړي او امنیتي ځواکونه هره ورځ له ترهګریزو بریدونو سره مخ دي. د پاکستان دغه پخواني ډیپلومات ټینګار کړی چې د اسلاماباد له نظره، د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه له طالبانو سره د اړیکو د عادي کېدو تر ټولو لوی خنډ دی. هغه زیاته کړې چې که د ټيټيپي د فعالیتونو په اړه د پاکستان اندېښنې حل شي، د طالبانو او اسلاماباد اړیکې بېرته عادي حالت ته ستنېدای شي. ابرار حسین ویلي چې پاکستان په لومړیو کې واک ته د طالبانو د بیا رسېدو هرکلی وکړ، خو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ټيټيپي بریدونه زیات شول او ورسره د اسلاماباد امنیتي اندېښنې هم پراخې شوې. نوموړي د روان کړکېچ…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
AF International
د ایران د عدلیې وزیر: قانوني اسناد لرونکي افغان ماشومان باید له رسمي زدهکړو بېبرخې نه شي
منابع
Afghan sources
د ایران د عدلیې وزیر: قانوني اسناد لرونکي افغان ماشومان باید له رسمي زدهکړو بېبرخې نه شي