په افغانستان کې د ایران سفارت سرپرست علیرضا بیګدلي، د ایراني پانګوالو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه کړې. بیګدلي په کابل کې د امام ابوحنیفه د پنځم نندارتون د پای په مراسمو کې وویل، دغه نندارتون د اقتصادي همکاریو د پراختیا ترڅنګ، د ایران او افغانستان د ملتونو ترمنځ د نيږديوالي او همغږۍ یوه بېلګه هم وه. د بېکدلي په وینا، په تېره اوونۍ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره نوي فرصتونه رامنځته شول او د همکاریو او پانګونې د پیاوړتیا لپاره ګامونه په چټکۍ واخیستل شول. په کابل کې د ایران سفارت سرپرست دغه راز هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکي کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکارۍ لا پراخې شي. هغه ټینګار وکړ، چې په افغانستان کې د پانګونې د پراختیا لپاره باید ايراني پانګوالو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د لویو شرکتونو د پانګونې لپاره زمینه مساعده شي. هېره دې نه وي چې په کابل کې د امام ابوحنیفه پنځم ملي او نړیوال نندارتون له يوې اونۍ وروسته پای ورسېد. چارواکي وايي، د دې نندارتون په څنډه کې، د نږدې یو میلیارد ډالرو په ارزښت سوداګریز تړونونه لاسلیک شوي دي. په ياد نندارتون کې ۱۸۰ ايراني سوداګرو، پانګهوالو او اقتصادي فعالانو هم ګډون کړی و او د دواړو هيوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د ۴۵۱ میلیون…
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Parstoday
د ایران سفیر په افغانستان کې د ايراني پانګوالو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو غوښتنه وکړه
منابع
External sources
د ایران سفیر په افغانستان کې د ايراني پانګوالو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو غوښتنه وکړه