Kabulافغانستانامنیتدری

د ایران نوی د دفاع وزیر: که امریکا بیا تېروتنه وکړي، پراخ او… — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-10-18 15:42:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۵): د ایران نوی د دفاع وزیر مهرداد اخلاقي وايي، که امریکا او اسراییل پر ایران د برید تېروته وکړي، له «پراخ او حیرانوونکی» ځواب سره به مخ شي چې پایلې به یې د امریکا او متحدینو پر غاړه وي. مهرداد اخلاقي نن یکشنبه د ایران پارلمان له لوري د دغه هېواد د نوي دفاع وزیر په توګه ومنل شو. د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، اخلاقي دغه څرګندونې د ایران په پارلمان کې د دفاع وزارت د مسوولیت لپاره د خپل پروګرام د وړاندې کولو پر مهال کړې دي. هغه ویلي، د ایران دفاعي وړتیاوې د وروستۍ جګړې پر مهال امریکا او اسراییل له ستونزو سره مخ کړي او له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته دغه وړتیاوې لا بشپړې او نوي شوې دي. نوموړي زیاته کړې، د ایران امنیتي چاپېریال له چټکو بدلونونو سره مخ دی او اوسنی ګواښ یوازې پوځي نه دی، بلکې اقتصادي بندیزونه، سایبري جګړه، معلوماتي جګړه او د ټکنالوژۍ ته د لاسرسي محدودول هم پکې شامل دي. اخلاقي دغه‌راز ویلي، هغه تولیدات چې لوړ امنیتي محرمیت لري، د دفاع وزارت په خوندي تاسیساتو کې تولیدېږي، خو نور تولیدات به د هېواد په صنعتي شبکه کې جوړېږي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-10-18 15:42:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د ایران نوی د دفاع وزیر: که امریکا بیا تېروتنه وکړي، پراخ او حیرانوونکی ځواب به وویني

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-18 20:07:22

د ایران نوی د دفاع وزیر: که امریکا بیا تېروتنه وکړي، پراخ او حیرانوونکی ځواب به وویني

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button