د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ويلي، ایران له پاکستان سره د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره چمتو دی او غواړي له دغه هېواد سره په سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو، کلتوري او امنیتي برخو کې دوه اړخیزه همکاري پراخه کړي. ژغورونکي د نړېدلو ودانیو له کنډوالو څخه د خلکو د ژغورلو لپاره په ډېر احتیاط کار کوي. هغوی کله ناکله د سیمې له خلکو غواړي چې چوپ پاتې شي، څو د کنډوالو له لاندې د هغو کسانو غږونه واوري چې ښايي لا ژوندي وي او مرستې ته اړتیا ولري. د ۷.۴ درجې په کچه دې زورورې زلزلې د دوشنبې په سهار د کولمبیا د قهوې کرکیلې مهمې سیمې ولړزولې. دا زلزله په روانه پېړۍ کې په کولمبیا کې تر ټولو خونړۍ زلزله بلل شوې ده. راپور زیاتوي، زلزلې په بېلابېلو ښارونو کې د استوګنې ودانیو، کورونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو ودانۍ سختې زیانمنې کړې دي. ځینې ودانۍ چاودې شوې، ځینې یوې خوا ته کږې شوې او یو شمېر نورې په بشپړه توګه نړېدلې دي. د زیانمنو شویو ښارونو د بېلابېلو راپورونو له مخې، د سېشنبې تر سهاره لږ تر لږه ۲۵۴ کسان وژل شوي دي. له دې ډلې ۱۰۱ کسان په پریرا او ۹۵کسان په کالي ښار کې وژل شوي دي. کالي د کولمبیا درېیم لوی ښار دی. د کولمبیا د ارام سمندر پر غاړه په ځنګلونو پوښلې چوکو سیمه کې، چې…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د ایران ولسمشر: له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا ته ژمن یو
سرچینې
Afghan sources
د ایران ولسمشر: له پاکستان سره د اړیکو پیاوړتیا ته ژمن یو