EnglishKabulPoliticsافغانستان

د ایټالیا سیسیل ساحل ته څېرمه د ۲۰۰۰ کلنې بېړې‌ پاتې‌شوني موندل شوي — Pajhwok

DevelopingPoliticsKabul1 SourcesUpdated: 2026-08-10 10:04:17🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۱۹ زمری ۱۴۰۵): ایټالوي رسنیو راپور ورکړی چې د لرغوني روم دورې د یوې بېړۍ پاتې‌شوني چې اټکل کېږي شاوخوا دوه زره کاله پخوانۍ وي، د ایټالیا د سیسیل ټاپو ساحل ته څېرمه د اوبو په ۴۶ متره ژوروالي کې موندل شوي دي. د ایټالیا «اسنا» خبري اژانس د دغه هېواد د کلتور وزارت په حواله ویلي چې یاده بېړۍ ښایي له میلاد مخکې د لومړۍ یا دویمې پېړۍ اړوند وي او د مازارا دل والو له ساحل څخه شاوخوا درې سمندري میله لرې موندل شوې ده. د راپور له مخې، د بېړۍ د ډوبېدو په سیمه کې سلګونه خټین لوښي، د بېړۍ د لنګر دوه سربې ټوټې او د سربو یوه بله برخه هم موندل شوې ده. د ایټالیا د کلتور وزیر الیساندرو جیولي دغه موندنه په وروستیو کلونو کې د اوبو لاندې د لرغون‌پوهنې له مهمو موندنو بللې او ویلي یې دي چې د بېړۍ د تاریخي او لرغون‌پوهنیز شالید معلومولو او د پاتې‌شونو د ساتنې لپاره به نورې څېړنې هم ترسره شي. دغې موندنې د کارابینري ځواکونو او د سیسیل سیمې د سمندري لرغون‌پوهنې ادارو په ګډو عملیاتو کې، د ځینو وګړو له لوري د دغه لرغوني اثر د احتمالي ځای له راپور ورکولو وروسته ترسره شوې ده.

Quick facts

LocationKabul
TopicPolitics
Sources1
Updated2026-08-10 10:04:17

Timeline

  1. Pajhwok

    د ایټالیا سیسیل ساحل ته څېرمه د ۲۰۰۰ کلنې بېړې‌ پاتې‌شوني موندل شوي

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-08-10 14:33:08

د ایټالیا سیسیل ساحل ته څېرمه د ۲۰۰۰ کلنې بېړې‌ پاتې‌شوني موندل شوي

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button