EconomyKabulافغانستانپښتو

د ا.ا د مشر فرمانونو په اړه د څلور زره کسانو په ګډون… — Pajhwok

روان خبرEconomyKabul1 سرچینېتازه شوی: 2026-10-15 17:38:29🎙 راډیو واورئ

کابل (پژواک، ۲۳ تله ۱۴۰۵): د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ نداءمحمد ندیم وايي، په نږدې راتلونکي کې به د ا.ا د مشر شيخ هبت‌الله اخندزاده د فرمانونو په اړه لوی کنفرانس جوړ شي چې شاوخوا زر مقالې ورته لیکل شوې او څلور زره کسان به پکې ګډون وکړي. د لوړو زده‌کړو وزارت د خبرپاڼې له مخې، نوموړي دغه څرګندونې د غزني تخنیکي پوهنتون د محصلينو فراغت‌غونډې ته په وینا کې کړې دي. هغه ویلي، اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو پرمختګ ته ژمن دی او د علم پراختیا او د استادانو د څېړنو د پیاوړتیا په موخه یې په بېلابېلو پوهنتونونو کې پر مهمو موضوعاتو علمي کنفرانسونه جوړ کړي دي. ندیم دغه‌راز د هېواد د پرمختیايي پروژو په اړه ویلي چې د کندهار ـ کابل او کابل ـ مزارشریف لویو لارو او د سالنګ تونل د جوړولو چارې روانې دي. هغه زیاته کړې چې په ټول هېواد کې د پرمختګ پروژې روانې دي او د اسلامي امارت پالیسي د ټولنیز عدالت پلي کول او د هېواد ابادول دي. هغه زياته کړې: «کفار او زموږ ګاونډیان زموږ پرمختګونه نه شي زغملی، خو موږ به خپل پرمختګونه روان ساتو.» د نوموړي په خبره چې افغانستان به په علمي او اقتصادي برخو کې پرمختګ کوي، اسلام به پلي کېږي او د خلکو په اعمالو او اخلاقو کې به د شریعت مطابق اصلاحات راوستل کېږي….

لنډ معلومات

ځایKabul
موضوعEconomy
سرچینې1
تازه شوی2026-10-15 17:38:29

مهالوېش

  1. Pajhwok

    د ا.ا د مشر فرمانونو په اړه د څلور زره کسانو په ګډون لوی کنفرانس جوړېږي

سرچینې

Afghan sources

PajhwokPS
2026-10-15 22:08:12

د ا.ا د مشر فرمانونو په اړه د څلور زره کسانو په ګډون لوی کنفرانس جوړېږي

اصلي سرچینه

اړوندې مقالې

Back to top button