کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵): د اسلامي امارت مشر شیخ هیبتالله اخندزاده د کندهار له یو شمېر علماوو سره په غونډه کې د اسلامي نظام پر پیاوړتیا، خلکو ته پر دیني لارښوونو، د منکراتو پر مخنیوي او د یووالي پر ټینګښت ټینګار کړی دی. د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې شیخ هیبتالله اخندازه د کندهار د ولسوالیو او د ښار د حوزو د یو شمېر علماء کرامو لپاره د اسلامي نظام د استحکام او تقویې په هدف په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه. د اسلامي امارت زعیم په دې غونډه کې ویلي چې علما د دین رسولو، تشریح، دفاع او خلکو ته د دیني لارښوونو برخو کې دروند مسوولیت لري؛ باید د منکراتو د مخنیوي او د جاهليت رواجونو د له منځه وړلو لپاره په ټینګه اراده کار وکړي، ځکه اوس د شریعت د عملي کېدو او د دین د خدمت لپاره ښه فرصت برابر شوی دی. هغه زیاته کړې چې علماء کرامو په هر وخت او زمان کې د دین، اسلام او شریعت د احیاء او راپورته کولو لپاره محنت کړی او په سختو شرایطو کې یې دین راپورته کړی او تر خلکو یې رسولی دی. ده ویلي: «الله پاک دین او اسلام علماء کرامو او امیرانو ته سپارلی او دوی یې په ساتنه مکلف کړي دي چې امیران…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Pajhwok
د ا.ا مشر پر یووالي، د منکراتو پر مخنیوي او د نظام پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
سرچینې
Afghan sources
د ا.ا مشر پر یووالي، د منکراتو پر مخنیوي او د نظام پر پیاوړتیا ټینګار وکړ