د بادغیس پنځو تنو اوسېدونکو له امو سره په خبرو کې وویل چې د دغه ولایت د مقر او ابکمري ولسوالیو په ځینو مهمو برخو کې نه فعال ښوونځی شته او نه هم ښوونکي د تدریس لپاره حاضریږي. د بادغیس د مقر ولسوالۍ اوسېدونکی عبدالله وایي چې د خپل لاس د مزدورۍ له پیسو یې د خپلو ماشومانو د باسواده کېدو په هیله لسګونه ټوکه د ښوونځي کتابونه اخیستي دي. عبدالله وایي چې د هغوی د استوګنې په سیمه کې نه فعال ښوونځی شته او نه هم داسې ښوونکی چې د دغو کتابونو د لوستلو تدریس وکړي. د بادغیس دغه اوسېدونکي وویل: «زما هیله دا ده چې ماشومان مې درس ووايي، زما ټول ماشومان د دې له امله بېسواده پاتې دي چې زموږ د استوګنې په سیمه کې نه ښوونځی شته او نه هم معلم چې تدریس وکړي، ما د خپلې کارګرۍ له پیسو په لوړه بیه، مثلاً ۱۰۰ افغانۍ، ۱۵۰ افغانۍ او حتا تر ۳۵۰ افغانیو کتابونه اخیستي دي ترڅو ماشومان مې درس ووايي، خو کتابونه د کور په یو کلاپ کې لوېدلي دي او څوک نشته چې هغوی ته درس ورکړي، لوڼې مې، زامن مې ټول زما په شان بېسواده پاتې دي.» همدارنګه د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې هم کورنۍ د پوهنې او روزنې د امکاناتو له نشتوالي څخه شکایت کوي. عبدالغفور او مېرمن یې وایي چې…
Quick facts
Timeline
-
Amu TV
د بادغیس اوسېدونکي: د ښوونکو نشتوالي زموږ ماشومان له زدهکړو بېبرخې کړي دي | آمو ټلویزیون
Sources
Afghan sources
د بادغیس اوسېدونکي: د ښوونکو نشتوالي زموږ ماشومان له زدهکړو بېبرخې کړي دي | آمو ټلویزیون