Healthافغانستانبادغیسدری

د بالامرغاب اوسېدونکي: د روغتیایي مرکزونو کمښت د ناروغانو ژوند اخلي | آمو… — Amu TV

در حال تکمیلHealthبادغیس1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-22 20:12:26🎙 رادیو را بشنوید

د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ اوسېدونکي وایي چې د روغتیایي مرکزونو کمښت، د ډاکټرانو نشتوالي او د سړکونو خرابوالي له امله یو شمېر ناروغان، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، روغتون ته له رسېدو وړاندې په لارو کې ساه ورکوي. د دوی په وینا، له پرله‌پسې شکایتونو او غوښتنو سره سره تر اوسه د دغې ولسوالۍ د روغتیایي ستونزو د حل لپاره کوم کوټلی اقدام نه دی شوی. د بالامرغاب ولسوالۍ د میرانزي کلي اوسېدونکی کمال‌الدین، چې د خښتو اچولو له لارې روزي پیدا کوي، وایي څو څو ځلې د داسې ښځو او ماشومانو د خاورو سپارلو شاهد و چې د ډاکټر او صحي خدماتو د نشتوالي له امله مړه شوي دي. هغه وایي: «ما په خپلو سترګو ولیدل چې تر شلو زیات کسان یې په هدیره کې خاورو ته وسپارل چې ډېری یې ماشومان او ښځې وې. زموږ په سیمه کې قابله نشته، پوه ډاکټر نشته او کلینیک هم نه لرو.» د دغې ولسوالۍ بل اوسېدونکی ګلاب‌الدین وایي د مرجع او مرکز لېرې والي او د لارو خرابوالي د ناروغانو لېږد خورا ستونزمن کړی دی: «زموږ په سیمه کې کلینیک او ډاکټر نشته، زموږ غږ چېرته نه اورېدل کېږي. ناروغان مو په لاره کې ساه ورکوي. زموږ د ژوند شرایط خورا خراب دي.» شریفه، د بالامرغاب یوه ناروغه اوسېدونکې، هم وایي چې روغتیایي خدماتو ته د نه لاسرسي…

اطلاعات کوتاه

مکانبادغیس
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-22 20:12:26

خط زمانی

  1. Amu TV

    د بالامرغاب اوسېدونکي: د روغتیایي مرکزونو کمښت د ناروغانو ژوند اخلي | آمو ټلویزیون

منابع

Afghan sources

Amu TVPS
2026-07-22 14:43:27

د بالامرغاب اوسېدونکي: د روغتیایي مرکزونو کمښت د ناروغانو ژوند اخلي | آمو ټلویزیون

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button