Summary: د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رئیس ملا عبدالحق همکار او د پامیر انرژۍ د رئیس امیرخان رحیم له لوري؛ د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې د همکارۍ موافقهليک، د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه ښار کې لاسلیک شوی دی. دواړو لوريو د دغه موافقهليک د لاسلیک ترڅنګ، د بدخشان مرکز فیضآباد ښار ته د ۱۱۰ کیلوولټ برېښنا لېږد مزي غځولو په اړه هم بحث کړی دی. د افغانستان برېښنا شرکت عمومي رئیس، د بدخشان د برېښنايي بنسټیزو زېربناوو د پیاوړتیا په برخه کې د يادې پروژې پر اهمیت ټینګار کړی دی. د پامیر انرژۍ لوري هم څرګنده کړې چې د تخنیکي ارزونو له ترسره کولو وروسته به اړوند وړاندیزونه له افغانستان برېښنا شرکت سره شریک کړي. ياد موافقهليک د همکارۍ پراختیا، د برېښنا انرژۍ برابرولو او د بدخشان سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو ته د برېښنايي خدمتونو وړاندې کولو لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې مهم ګام ګڼل کېږي.
اطلاعات کوتاه
خط زمانی
-
Bakhtar
د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې موافقهليک لاسلیک شو
منابع
Afghan sources
د بدخشان سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې موافقهليک لاسلیک شو