HealthKabulافغانستاندری

د بدخشان په واخان کې یو اسټرالیايي ګرځندوی مړ شوی — Pajhwok

در حال تکمیلHealthKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-09-06 05:23:59🎙 رادیو را بشنوید

فیض‌اباد (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۵): یو اسټرالیايي ګرځندوی چې له لس‌کسیزې ډلې سره کوچني پامیر ته د سفر لپاره د بدخشان ولایت واخان دهلېز ته تللی و، په چپاران دره کې د پلي ګرځېدو پر مهال د زړه درېدو له امله مړ شوی دی. د افغان‌ټور دولتي شرکت امر انجنیر ظهورالله فخري وایي، دغه پېښه د روان میلادي کال د سپټمبر په درېیمه شوې ده. د هغه په خبره، دغه ګرځندوی چې «چارلیز فلیپ» نومېده، د واخان دهلېز اړوند په چپاران دره کې د پلي ګرځېدو پر مهال د زړه له درېدو سره مخ شو. فخري زیاته کړه، د نوموړي د ډلې غړو او ملګرو هڅه وکړه روغتیايي حالت یې ښه کړي، خو هڅو یې پایله ورنه کړه او مړ شو. هغه وویل، د دغه ګرځندوی جسد د بدخشان ولایتي روغتون ته لېږدول شوی او ټاکل شوې په امبولانس کې کابل ته ولېږدول شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعHealth
منابع1
به‌روزرسانی2026-09-06 05:23:59

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د بدخشان په واخان کې یو اسټرالیايي ګرځندوی مړ شوی

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-09-06 09:52:42

د بدخشان په واخان کې یو اسټرالیايي ګرځندوی مړ شوی

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button