Summary: د افغانستان اسلامي امارت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر معینیت اړوند د عامه کتابتونونو ریاست له لوري، نن د 'بریالي ژوند لارښودونکي اصول' تر عنوان لاندې د ژباړل شوي کتاب مخکتنه وشوه. دغه کتاب د (روضة العقلاء) په نوم عربي ژبه باندې د علامه محمد بن حبان بستي افغاني (رح) له لوري لیکل شوی چې پښتو ژبې ته یې ژباړه (د بریالي ژوند لارښودونکي اصول) مفتي حکمت الله راغب له خوا شوې ده. د عامه کتابتونونو رئیس دوکتور رفیع الله صمیم، د ياد اثر د مخکتنې غونډه کې ویلي چې د عامه کتابتونونو ریاست له لوري د ورته غونډو د جوړولو موخه؛ مطالعې او لیکوالۍ ته د ځوانانو، لیکوالو او څېړونکو هڅول دي او د دغه ریاست د تالارونو دروازې د زدهکوونکو، زدهکړیالانو، طالبالعلمانو او څېړونکو پر مخ پرانیستې دي. د هغه په وینا؛ د اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري کتاب لیکنې، لوستنې او چاپ ته ځانګړې پاملرنه شوې ده چې د کابل ترڅنګ په ټولو ولایتونو کې د بېلابېلو علمي پروګرامونو جوړول یې ښې بېلګې دي. د بریالي ژوند لارښودونکي اصول کتاب ژباړونکي مفتي حکمت الله راغب، هم له عامه کتابتونونو ریاست څخه د دغه شان پروګرامونو جوړولو له امله د مننې ترڅنګ؛ د یاد کتاب د مصنف علامه محمد بن حبان بستي افغاني (رح) په اړه خبرې کړې او ویلي يې دي: "علامه محمد بن حبان بستي په وطن افغانی او په نسب عدنانی دی چې عدانان د رسول(ص) په نسب کې لسم نیکه یادیږي او نوموړي شاوخوا له دوو زرو شیخانو څخه علم حاصل کړی دی. علامه محمد بن حبان بستي افغاني(رح) له سترو علماوو څخه یو عالم و چې د خپل وخت له امامانو څخه یو امام هم و او د دیني علومو ترڅنګ یې عصري علوم هم حاصل کړي و." هغه له ګډونوالو څخه غوښتي چې د دغه کتاب د خپرولو په برخه کې پوره همکاري وکړي. نورو ويناوالو هم د یاد کتاب او مصنف په اړه يې خبرې کړې او ويلي يې دي چې اوسمهال هېوادوال مطالعې ته ډېره اړتیا لري او د کتاب لوستل او مطالعه، د انساني ټولنې د جوړېدو بنسټ دی.
لنډ معلومات
مهالوېش
-
Bakhtar
د 'بریالي ژوند لارښودونکي اصول' کتاب مخکتنه وشوه