د ښځو او نجونو په چارو کې د بریتانیا ځانګړې استازې هریټ هارمن، ویلي چې لندن د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو پر حقونو، ازادیو او ټولنیز مشارکت د لګېدلو «سیستماتیکو محدودیتونو» په اړه ژوره اندېښنه لري او غندي یې. مکنټي د دوشنبې په ورځ د افغان ښځو او نجونو د وضعیت په اړه یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو نږدې ټول اساسي حقونه ترې اخیستل شوي دي.هغې وویل چې نړیواله ټولنه باید له ټولو شته سیاسي او نورو امکاناتو څخه یوازې د پیوستون د څرګندولو لپاره نه، بلکې په افغانستان کې د روانو سرغړونو پر وړاندې د عملي اقدام لپاره کار واخلي.د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ چې افغان ښځې باید د پرېکړو کولو په مرکز کې وي او د تجربو له مخې د ښځو ګډون د پرېکړو په بهیر کې د غوره پایلو لامل کېږي.هغې د طالب چارواکو پر وړاندې نړیوالو بندیزونو ته په اشارې وویل، ایرلنډ د ملګرو ملتونو له میکانیزمونو څخه د هغو اقداماتو د مخنیوي لپاره کار اخیستی چې ښايي د بندیزونو لاندې طالب چارواکو ته یې د سفر زمینه برابره کړې وای.هغې پوښتنه وکړه: «افغان ښځې حتی د سفر اجازه نه لري؛ نو څنګه کېدای شي چې پر بندیزونو د لګېدلو طالبانو غړو ته د سفر اجازه ورکړل شي؟».هغې زیاته کړه چې نړیواله…
لنډ معلومات
مهالوېش
-
AF International
د بریتانیا استازې: افغان ښځې او نجونې د هېواد له راتلونکي نه شي ایستل کېدای
سرچینې
Afghan sources
د بریتانیا استازې: افغان ښځې او نجونې د هېواد له راتلونکي نه شي ایستل کېدای