EnglishKabulافغانستانامنیت

د بریدونو اوومه ورځ؛ امریکا او ایران د یو بل پر ضد د… — Pajhwok

DevelopingSecurityKabul1 SourcesUpdated: 2026-07-18 05:32:17🎙 Listen to radio

کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۵): امریکا وایي، پر ایران یې د تازه بریدونو په لړ کې د دغه هېواد څارنیز مرکزونه، لوژستیکي زېربناوې، د وسلو تر ځمکې لاندې زېرمتونونه او سمندري وړتیاوې په نښه کړې دي؛ ایران بیا وایي چې په کویټ او اردن کې یې د امریکا پر اډو، رادارونو او د مهماتو پر زېرمتونونو بریدونه کړي دي. د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د افغانستان پر وخت د شپې شاوخوا ۱۲ بجې پر خپله اېکس‌پاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو پر ایران د تازه بریدونو د پیل خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دغه بریدونه «د ایران د پوځي وړتیاوو د کمزوري کولو» په موخه طرحه شوي دي. دغه قوماندانۍ وروسته نن سهار شاوخوا شپږ بجې د یوې بلې اعلامیې په خپرولو پر ایران د بریدونو د پای ته رسېدو خبر ورکړی. د سنتکام په وینا، په دغو بریدونو کې د ایران «څارنیز مرکزونه، پوځي لوژستیکي زېربناوې، د وسلو تر ځمکې لاندې زېرمتونونه او سمندري وړتیاوې» په نښه شوې دي. په اعلامیه کې راغلي چې امریکایي ځواکونو له جنګي الوتکو، بې‌پیلوټه الوتکو او جنګي بېړیو څخه کار اخیستی دی. دغې قوماندانۍ ټینګار کړی چې د ایران پر بندرونو سمندري محاصره په بشپړ ډول عملي کوي. دغه راز د ایران سپاه پاسداران د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي چې د ایران په بریدونو کې په عریفجان کې…

Quick facts

LocationKabul
TopicSecurity
Sources1
Updated2026-07-18 05:32:17

Timeline

  1. Pajhwok

    د بریدونو اوومه ورځ؛ امریکا او ایران د یو بل پر ضد د بریدونو خبر ورکړی

Sources

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-18 10:02:10

د بریدونو اوومه ورځ؛ امریکا او ایران د یو بل پر ضد د بریدونو خبر ورکړی

Open original source

اړوندې مقالې

Back to top button