Kabulافغانستانامنیتدری

د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور شو — Pajhwok

در حال تکمیلSecurityKabul1 منابعبه‌روزرسانی: 2026-07-07 06:57:02🎙 رادیو را بشنوید

کابل (پژواک، ۱۶ چنګاښ ۱۴۰۵): د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان، – چې د اقتصادي کمېسیون له لوري تایید شوی و – د ا.ا د مشرتابه له لوري منظور شو. د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت د معلوماتو له مخې، په دغه پلان کې له کورنیو سرچینو لکه اوبو، لمر، باد او ډبرو سکرو د برېښنا تولید ۲۵ پروژې، د برېښنا د مزو غځولو ۱۳ نیمګړې او ۲۳ پلان شوې پروژې، د سب‌سټېشنونو جوړولو ۲۱ نیمګړې او ۲۱ پلان شوې پروژې او د برېښنا د توزیع ۳۴ پلان شوې پروژې په پام کې نیول شوې دي. سرچینه زیاتوي، د دغو پروژو د چارو په بشپړېدو سره به د انرژۍ په سکټور کې د پام وړ پراختیا او پرمختګ رامنځته او پر وارداتي برېښنا به اتکا راکمه شي. اقتصادي معاونیت لیکلي، د دغه پلان تطبیق به د هېواد په اقتصادي بیارغونه او د مالي خپلواکۍ په پياوړتیا کې د انرژۍ سکټور رول لا مؤثر کړي، څو د ځان بسیاینې او د انرژۍ د خوندیتوب پر بنسټ ټاکل شوي اهداف ترلاسه شي.

اطلاعات کوتاه

مکانKabul
موضوعSecurity
منابع1
به‌روزرسانی2026-07-07 06:57:02

خط زمانی

  1. Pajhwok

    د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور شو

منابع

Afghan sources

PajhwokPS
2026-07-07 11:21:59

د برېښنا انرژۍ پنځه کلن پراختیايي پلان منظور شو

منبع اصلی

اړوندې مقالې

Back to top button