د اګست ۱۹مه د بشري خواخوږۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله په پېښور کې مېشت یوشمېر افغان کډوال د قانوني اسنادو، د کورنیو د یوځای پاتې کېدو او خپلو بنسټیزو حقونو لپاره په محکمو کې قانوني مبارزه کوي. د راپور له مخې، د کډوالو د مرستو په بهیر کې ډېری وخت پر خوړو، اوبو، سرپناه او نورو بېړنیو اړتیاوو تمرکز کېږي؛ خو د بېځایه کېدو له امله رامنځته شوی رواني فشار، د امنیت احساس لهمنځه تګ، د هویت ګډوډي او د راتلونکي په اړه وېره تر ډېره له پامه غورځول کېږي.په راپور کې د یوه افغان کډوال شخصي تجربه هم بیان شوې چې وايي، په کابل کې یې د ښوونځي پرمهال د ډاکټر کېدو خوب درلود؛ خو په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې پلار خپله دنده له لاسه ورکړه، د کورنۍ اقتصادي او ټولنیز ثبات یې لهمنځه ولاړ او دوی اړ شول چې پاکستان ته ولاړ شي.په راپور کې راغلي، د کډوالۍ تر ټولو دروند اغېز یوازې د کور او وطن پرېښودل نهدي؛ بلکې هغه وېره، ناڅرګندتیا او رواني فشار هم دی چې له پولې تر اوښتو وروسته هم د کډوالو په ژوند کې ځای لري.راپور د روغتیا نړۍوال سازمان د ۲۰۱۹کال د معلوماتو په حواله وايي، چې په جګړه ځپلو سیمو کې شاوخوا له هرو پنځو کسانو یو یې له رواني ستونزې لکه خپګان، اضطراب یا…
Quick facts
Timeline
-
AF International
د بشري خواخوږۍ نړۍواله ورځ؛ په پېښور کې افغان کډوال د قانوني اسنادو غوښتنه کوي
Sources
Afghan sources
د بشري خواخوږۍ نړۍواله ورځ؛ په پېښور کې افغان کډوال د قانوني اسنادو غوښتنه کوي